د افغانستان د اوو ولایتونو د برېښنا ستونزه حل شوه

د برېښنا شرکت ویلي، هغه تخنیکي ستونزه چې د افغانستان په څو ولایتونو کې د برېښنا د پرې کېدو لامل شوې وه، حل شوې ده.
د فارس خبري اژانس د افغانستان د برخې له مخې، د برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حق‌پرست وايي، په ترکمنستان کې هغه تخنیکي ستونزه حل شوې چې له امله یې د افغانستان څو ولایتونو ته وارداتي برېښنا پرې شوې وه.د برېښنا شرکت ویاند زیاتوي، د ترسره شویو هڅو په پایله کې د هرات، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ او سمنګان ولایتونو برېښنا بېرته وصل شوې او د دغو ولایتونو د برېښنا رسولو بهیر عادي حالت ته ګرځېدلی دی.افغانستان خپله ۸۰ سلنه برېښنا له بهر څخه واردوي او کورنی تولید یې ډېر کم دی.دا په داسې حال کې ده چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته وارداتي برېښنا د یکشنبې په ورځ په ترکمنستان کې د تخنیکي ستونزې له امله پرې شوې وه، چې له کبله یې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د برېښنا رسولو بهیر له خنډ سره مخ شوی و.#افغانستان
17:47 - 10 شهریور 1405

1 بازنشر
197 بازدید