جرمني په افغانستان کې جوړې شوې جعلي انرژۍ څښاکونه له منځه یوړل
جرمني د افغانستان جوړ شوي له ۶۲ زره څخه ډېر جعلي انرژۍ څښاکونه له منځه یوړل.
د فارس خبري اژانس د افغانستان څانګې د راپور له مخې، د جرمني د فرانکفورت ګمرک اعلان کړی چې ۶۲ زره او ۴۰۰ بوتله جعلي انرژي څښاک یې کشف او له منځه وړي دي.د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، دغه بار د چنګاښ په ۲۸مه د یوه باروړونکي موټر د پلټنې پر مهال ضبط شوی و.د لېږد اسنادو له مخې، دا څښاکونه په افغانستان کې تولید شوي وو او ټاکل شوې وه چې د فرانسې بازار ته وړاندې شي.د جرمني ګمرک ویلي چې د اړوندو برانډونو د مالکانو له تایید وروسته، ټول بار د هغوی په غوښتنه له منځه یوړل شو.#افغانستان 16:04 - 14 مرداد 1405