افغان ښځې د نړیوالو مرستو د کمښت اصلي قربانیانې دي

ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې افغان ښځې او نجونې د بشري مرستو د بودجې د کمښت له امله تر ټولو ډېر زیان ویني.
د فارس خبري اژانس د افغانستان څانګې د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې ښځې او نجونې لا هم د افغانستان د بشري ناورین تر ټولو ستر زیانمن قشر دی.د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې له ۱۰ میلیونو څخه ډېرې ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري.ملګرو ملتونو تر دې وړاندې اعلان کړی و چې افغانستان ته یې د بشري مرستو لپاره د ۲ میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې وه، خو تر اوسه یوازې ۲۰۰ میلیونه ډالر ورته ځانګړي شوي دي.ملګري ملتونه وايي، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت، د بودجې راکمېدل او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی د میندو د روغتیايي پاملرنې پر نظام ډېر فشار راوستی او د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې د زیاتېدو په اړه اندېښنې یې لا پسې ډېرې کړې دي.#افغانستان#ښځې#طالبان
15:59 - 23 تیر 1405

1 بازنشر
407 بازدید