په تهران کې د کډوالو د موټرچلولو جواز نوې بیې اعلان شوې
د کډوالو چارو یوه فعال په خپل شخصي کانال کې د تهران د کفالت دفترونو لهخوا د موټرچلولو جواز (لایسنس) د ثبتنام نوې بیې اعلان کړې دي.
د فارس خبري اژانس د افغانستان د خبریال د راپور له مخې، سیدعلي حسيني ویلي چې د موټر او موټرسایکل د جواز د ثبتنام لګښت د هر یوه لپاره ۳ میلیونه او ۲۳۵ زره تومان ټاکل شوی دی.هغه ویلي، هغه کسان چې دواړو جوازونو ته یوځای نوملیکنه کوي، باید ۶ میلیونه او ۲۱۰ زره تومان ورکړي.هغه ټینګار کړی چې دا لګښت یوازې د کفالت دفترونو پورې اړه لري او د موټرچلوونې ښوونځي او د ټریفک پولیسو لګښتونه جلا اخیستل کېږي.د حسيني په وینا، د ښوونځیو لګښت شاوخوا ۱۸ میلیونه تومان اټکل شوی دی.#افغانستان 13:22 - 10 مه 2026