د ایران او افغانستان د ولسونو د یوزړه توب او همدردۍ ښایسته نندارې
په سړکونو د ایران د خلکو له شتون سره هممهاله، افغان کډوالو هم د تهران په ابوذر میدان کښې د ایرانیانو ترڅنګ په شتون سره خپل یوزړه توب څرګند کړ.
د فارس خبري آژانس د افغانستان د خبریال په وینا، له اسلامي جمهوري نظام څخه په ملاتړ، له شهید رهبر او قائد حضرت امام خامنه اي(رح) سره د ژمنې په تازه کولو، د اسلامي انقلاب له اوسني رهبر امام سید مجتبی خامنه اي څخه په ملاتړ او بیعت او د امریکايي او صهیونیسټي ترهګرو د تیریو او جنایتونو په وړاندې په اودریدونه کښې د ایران په تیره بیا د تهران د خلکو د ولولۍ په ۵۲مه شپه، د تهران د ۱۷ سیمې په ابوذر میدان کښې د ایران د ستر ولس ترڅنګ د افغانستان د کډوالو وروڼو او خویندو شتون، د دواړو ولسونو او هیوادونو ترمینځ د یوزړه توب او غمرازۍ بې سارې صحنې رامینځته کړې. دغه شتون او د افغانستاني ویناوال حماسي څرګندونو په ابوذر میدان کښې موجود خلک داسې په وجد کښې راوستل چې د افغانستان له خلکو د مننې او قدرونې چغې پورته شوې.#افغانستان 23:25 - 2 اردیبهشت 1405