د ملګرو ملتو چارواکی افغانستان ته سفر کوي
ټاکل شوې چې د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو استازی افغانستان ته لاړ شي.
د فارس خبري آژانس د افغانستان د خبریال په وینا، د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو د لوړې کمشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي چې تمه کیږي د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو لوړ کمشنر برهم صالح په نزدې راتلونکي کښې افغانستان ته لاړ شي. د ملګرو ملتو د لوړې کمشنرۍ نماینده دا خبره نن د طالبانو د کډوالو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کښې کړې ده. هغه د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو د عالي کمشنر د سفر موخه، افغانستان ته د ستنیدونکو د وضعیت څیړنه بللې ده. افغانستان په نړۍ کښې د کډوالو ترټولو زیات شمیر لرونکی هیواد دی. #افغانستان 17:29 - 21 آوریل 2026