د افغان آریانا الوتکه له پیښې سره مخامخ شوې

آریانا افغان ایرلاینز ویلي چې د دغه شرکت یوه الوتکه د کښیناستو په وخت له پيښې سره مخامخ شوې ده.
د فارس خبري آژانش د افغانستان د برخې دخ بریال په وینا، آریانا افغان هوايي شرکت ویلي چې د دغه شرکت یوه الوتکه د کابل په هوايي ډګر د لینډنګ یا کښیناستو په وخت له بانډ یا رن وی ووتله خو له نیکه مرغه هیچا ته په کښې تاوان نه دی رسیدلی.دغه الوتکه په خوندي توګه اودرول شوې او ټول مسافر او خدمه یې له الوتکې روغ رمټ وتلي او ټرمینل ته منتقل کړی شوي دي. د دغه شرکت په وینا، همداشان بیړنیو تخنیکي ډلو د دې پیښې د علت معلومولو لپاره خپلې څیړنې پیل کړې دي. آریانا افغان هوايي شرکت مسافرو ته ډاډ ورکړی چې د هغوي امنیت ورته لومړیتوب لري او په راتلونکي کښې به د دا ډول پيښو د مخنیوي لپاره ضروري تابیاوې لاپياوړې کړې شي. #افغانستان
18:18 - 6 فروردین 1405

1 بازنشر
115 بازدید