د امنیت شورا په افغانستان کښې د یوناما ماموریت وغځوه

امنیت شورا په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د نمایندګۍ ماموریت د دریو میاشتو لپاره تمدید کړ.
د فارس خبري آژانس د افغانستان د خبریال په وینا، د ملګرو ملتو امنیت شورا په افغانستان کښې د دغه سازمان د معین پلاوني (یوناما) ماموریت د راتلونکو دریو میاشتو لپاره تمدید کړ. د دغې شورا په غونډه کښې د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو په افغانستان کښې د یوناما د ماموریت د درې میاشتې تمدید ته مثبته راې ورکړه. له دې مخکښې به په افغانستان کښې د یوناما ماموریت د یو کال لپاره غځول کیده خو سږ کال د امریکې په مخالفت سره دغه ماموریت د دریو میاشتو لپاره تازه شوی دی. #افغانستان
16:35 - 26 اسفند 1404