طالبان: پاکستان ته به پلان شوی ځواب ورکړو
د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان د بریدونو په ځواب کې ویلي چې پاکستان ته به حساب شوی ځواب ورکړي.
د فارس خبري آژانس د افغانستان د برخې د خبریال د رپورټ له مخې، د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان د تیرې شپې بریدونو په غبرګون کښې وویل: پاکستان د تیرو تیریو پ دوام کښې یوځل بیا په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کښې په ځینو سیمو هوايي بریدونه وکړل چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول په لس هاو بیګناه ملکي وګړي مړه او ژوبل شوي دي. د طالبانو دفاع وزارت دغه کار د افغانستان د ملي حریم څرګنده خلاف ورزي او یو جنایت وباله او په سختو ټکیو یې وغنده. پاکستان بیګا د افغانستان په ځینو سیمو هوايي حملې وکړې او مدعي شوی چې د مخالفو وسله والو مرکزونه یې په نښه کړي دي. د طالبانو دفاع وزارت همداشان ویلي چې یاد بریدونه د نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب د اصولو او د اسلامي ارزښتونو څرګنده خلاف ورزي ده. دغه وزارت ټینګار وکړ چې د افغانستان د حریم او د خلکو ساتنه د دې ارګان شرعي او ملي ذمه داري ده او په مناسب وخت، د مناسب او حساب شوي ځواب په هکله یې خبرداری ورکړ. یادې وزارتخانې همداشان وویل چې په غیرپوځي اهدافو او دیني مرکزونو باندې برید، د پاکستان د اطلاعاتي او امنیتي ناکامۍ نښه ده او دا ډول تکراري تیري د هغوي کورنۍ ناکامۍ نه شي پټولې. #افغانستان 11:56 - 3 اسفند 1404