غنمو په افغانستان کې د کوکنارو ځای و نه شو نیوې

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې طالبان د کوکنارو پر ځای د بدیل فصلونو په کرلو سره د افغان بزګرانو د زیانونو په جبرانولو کې پاتې راغلي دي.
د فارس خبري اژانس د افغانستان د خبریال په وینا، د ملګرو ملتونو له مخدره توکو اوجنایتونو سره د مبارزې دفتر وايي چې د بدخشان، بلخ او قندوز په دریو ولیاتونو کښې یوه نوې سروې ښیي چې ۸۵ سلنه کورنۍ د کوکنارو له بدیل کښت څخه د عاید ترلاسه کولو توان نه لري.دغه سازمان ویلي چې د سروې له مخې، په دغو دریو ولایتونو کې د کوکنارو د کښت د بندیز په اړه د طالبانو د امر لاهم ډیر اطاعت کیږي. په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو وروسته، طالبانو د مخدره توکو کښت او قاچاق منع کړ.د دغه سازمان د سروی له مخې، په دغو ولایتونو کې یوازې ۱۵ سلنه کورنۍ توانیدلي چې د بدیل کښت او فعالیتونو له لارې خپل زیانونه په بشپړه توګه جبران کړي.د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر ویلي چې که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې په بدخشان کې د کوکنارو کښت زیات شوی خو په دغه ولایت او بلخ کې ۹۵ سلنه بزګرانو وویل چې دوی د کوکنارو کرل بند کړي دي.د ملګرو ملتونو له نشه ایزو موادو او جرمونو سره د مقابلې دفتر ویلي چې د سپوږمکیزو عکسونو تحلیل دا هم ښودلې چې بزګرانو په کوکنارو له بندیز وروسته د غنمو په شمول د غلو دانو کرلو ته مخه کړې.په هرصورت، غنم د اپینو په پرتله کم ارزښت لرونکی فصل دی او په ۲۰۲۳ کال کښې له غنمو څخه د هر هکتار اوسط عاید یوازې ۷۷۰ ډالر و، پداسې حال کې چې د کوکنارو هر هکتار ۱۰،۰۰۰ ډالر و.#افغانستان
11:33 - 30 دسامبر 2025

1 بازنشر
99 بازدید