په پاکستاني عسکرو وسله وال برید شوی

خبري سرچینو اعلان وکړ چې د ټي ټي پي وسله والو د پاکستاني پوځيانو په کاروان برید وکړ.
د فارس خبري اژانس د افغانستان د برخې د خبریال په وینا، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ځواکونو د خیبر پښتونخوا صوبې د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې د پاکستاني پوځي کاروان برید وکړ.د سیمه ییزو سرچینو په وینا، لومړی یوه زوروره چاودنه وشوه چې د کاروان لاره یې په نښه کړه او د ټي ټي پي ځواکونو سمدلاسه په کاروان برید وکړ.په سیمه کې جګړه لاهم روانه ده او د تلفاتو او زیانونو د شمیر په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.پاکستان په وار وار ویلي چې د دوی د سرتیرو په وړاندې ډیری بریدونه د افغانستان په خاورې کې د منظم شویو وسله والو لخوا ترسره کیږي.هغه تور چې طالبانو په وار وار رد کړی خو د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې یو خنډ ګرځیدلی دی.#افغانستان
14:40 - 26 آذر 1404

1 بازنشر
69 بازدید