هند ۶ افغان وګړي نیولي دي

هندي رسنیو د استوګنې د اسنادو د جعل کولو په تور د شپږو افغان اتباعو د نیولو خبر ورکړی دی.
د فارس خبري اژانس د افغانستان د خبریال په وینا، شپږ افغان ښاریز چې په تیرو کلونو کې په جعلي اسنادو سره په هند کې اوسیدل، د دغه هیواد پولیسو نیولي دي.ټاکل شوې چې دا کسان به بیرته افغانستان ته ستانه کړې شي.انډین ایکسپریس راپور ورکړی چې دا کسان د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ په طبي ویزو هند ته داخل شوي وو او په دغه هیواد کې د دوی د ویزو له پای ته رسیدو وروسته په غیرقانوني اسنادو سره پاتې شوي وو.د دوی له نیول کیدو وروسته، دا کسان د سه شنبې په ورځ له ممبۍ څخه ډیلي ته لیږدول شوي ترڅو بیرته افغانستان ته واستول شي.هندي پولیسو تایید کړه چې دغو شپږو کسانو په هندي هویتونو سره جعلي اسناد جوړ کړي وو او په هند کې یې د پیسو د بدلونکو یا صرافانو، د املاکو د مشاورینو او د ټوکر پلورونکو په توګه کار کاوه.#افغانستان
14:52 - 6 آبان 1404

1 بازنشر
259 بازدید