د پاکستان د دفاع وزیر طالبانو ته د جګړې ګواښ وکړ

د پاکستان د دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې که خبرې ناکامې شي، نو له افغانستان سره به بشپړه جګړه پیل شي.
د «فارس» خبري آژانس د افغانستان د خبريال د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستان د دویم پړاو خبرو له پیل سره هم‌مهاله، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف خبرداری ورکړی چې که خبرې ناکامې شي، «بشپړه جګړه» به پیل شي.آصف ویلي چې په تېرو څلورو یا پنځو ورځو کې د دواړو هېوادونو پر پوله هېڅ نښته نه ده شوې. هغه څرګنده کړې چې د دوحې د خبرو په لومړي پړاو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ۸۰ سلنه موافقې عملي شوې دي.نوموړي دا هم ویلي چې هند د افغانستان د طالبانو له لارې پر پاکستان «نیابتي جګړه» پیل کړې ده او زیاته کړې یې ده: «افغانان د هند د استازو په توګه زموږ پر ضد عمل کوي.»د پاکستان د دفاع وزیر هیله څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه یو داسې توافق ته ورسېږي چې په سیمه کې تلپاتې سوله تضمین کړي.د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو دویم پړاو دا مهال د ترکیې په کوربتوب روان دی.#افغانستان#طالبان
14:57 - 4 آبان 1404

1 بازنشر
167 بازدید