کرزي پر افغانستان د پاکستان بریدونه وغندل
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، پر بېلابېلو سیمو د پاکستان هوايي او ځمکني بریدونه غندلي دي
د فارس خبري اژانس د خبریال د راپور له مخې؛ «حامد کرزي» د پنجشنبې په ورځ، د میزان ۲۴مه، په یوه پیغام کې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه وغندل او ټینګار یې وکړ چې په دغو بریدونو کې ښځې او ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي.پخواني ولسمشر وویل: «د پاکستان دا کړنې د افغانستان د خاورې او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.» هغه زیاته کړه: «پاکستان باید پوه شي چې د افغانستان خلک د خپل وطن او خاورې د دفاع لپاره یو موټی او یو غږ دي.»تېره ورځ پاکستان د کندهار او کابل ځینې برخې د هوايي بریدونو هدف وګرځولې چې له امله یې ملکي وګړو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.#افغانستان#پاکستان 12:21 - 24 مهر 1404