د ملګرو ملتونو چارواکې: د افغانستان خلک مه هېروئ
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو د پروګرام د دفتر مشرې ویلي دي چې نړۍ باید افغانستان هیر نه کړي.
د فارس خبري اژانس د افغانستان د پاڼې د خبریال په وینا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو د پروګرام د دفتر مشرې سټیفني لوس، په نړیواله ټولنه غږ کړی چې د دې هیواد خلک، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې هیرې نه کړي.د ملګرو ملتونو د بشري میشتونې د پروګرام د سټیفني لوس په حواله راپور ورکړی چې افغانستان د کډوالو د بیرته راستنیدو له بحران سره مخ دی.هغې ټینګار وکړ چې له یو ملیون څخه ډیر افغان کډوال تش لاس له ګاونډي هیوادونو ایستل شوي دي. د ملګرو ملتونو دغې چارواکې زیاته کړه: "په جینیوا کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې مو په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې خپل ملاتړ زیات کړي ترڅو افغان راستنیدونکي خپل کورونه، ژوند او راتلونکې بیا جوړ کړي."#افغانستان#طالبان 15:10 - 21 مرداد 1404