پاکستان ۱۵۰ افغان پناه غوښتونکي چې د آلمان ویزې لري، اخراجوي
د برلین او اسلامآباد ترمنځ د افغان مهاجرینو پر سر د اختلاف له امله، پاکستان ۱۵۰ افغان پناه غوښتونکي د اخراج کمپونو ته لېږلي.
د فارس خبري آژانس د افغانستان د خبریال د راپور له مخې، د آلمان «ولت ام زونتاگ» ورځپاڼې راپور ورکړی چې پاکستان دا کسان نیولي او د اخراج کمپونو تهیې انتقال کړي.تر دې وړاندې پاکستان لوېدیځو هېوادونو ته وخت ټاکلی و چې باید ژر تر ژره هغه افغان مهاجرین چې د دوی ویزې لري، انتقال کړي، که نه نو افغانستان ته بهیې وشړي.دغه ګام د شاوخوا ۲۵۰۰ افغان پناه غوښتونکو د برخلیک په اړه د برلین او اسلامآباد ترمنځ د اختلاف پرمهال پورته شوی.\#افغانستان\#طالبان 13:38 - 24 تیر 1404