طالبان:د پرمختیایي پروژو ټول لګښتونه له داخلي سرچینو تمویل شوي

طالبانو ویلي چې د ټولو پرمختیایي پروژو بودیجه له داخلي سرچینو ورکړل شوې ده
د فارس خبري آژانس د افغانستان د خبریال د راپور له مخې، طالبانو ویلي چې د پرمختیایي پروژو د تمویل لپاره بهرنۍ مرستې ته اړتیا نه لري.له طالبانو مخکې د افغانستان د بودیجې ۸۰٪ له بهرنیو مرستو تمویلېده.د طالبانو د اقتصاد وزارت ویلي چې په تېرو دریو کلونو کې پر ۶۸۶ پروژو پانګونه شوې او دا ټولې له داخلي سرچینو تمویل شوي دي.طالبانو خپل ډېری عواید د ګمرکي تعرفو او د کانونو له کیندنې ترلاسه کړي دي، او ډېر ځله یې ټینګار کړی چې بودیجه یوازې له داخلي سرچینو تنظیمېږي. #افغانستان #طالبان
13:29 - 24 تیر 1404

1 بازنشر
754 بازدید