باراني ورځې د افغانستان په تمه دي

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې ويلي چې په راتلونکو ورځو کې باراني سيسټمونه او څپې هېواد ته داخلېږي، او په لسو ولايتونو کې د سېلابونو احتمال شته
د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست له خوا خبر ورکړل شوی چې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو خطر شته.دغه رياست د چهارشنبې او پنجشنبې لپاره د باران وړاندوينه کړې، دغه بارانونو به په بدخشان، تخار، نورستان، کاپيسا، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنگان، سرپل او باميانو ولايتونو کې کیږي.د باران اندازه به د دې ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې له ۱۵ څخه تر ۳۵ ملي‌مترو پورې وي.همداراز، د طالبانو هوا پېژندنې رياست ويلي چې د هېواد په سوېلي، ختيځو، لوېديځو او مرکزي سيمو کې به له دوړو سره تند بادونه، چې سرعت یې له ۵۰ تر ۷۵ کیلومترو په ساعت کې وي، ولګي.\#افغانستان\#باران
13:22 - 21 خرداد 1404

1 بازنشر
686 بازدید