په افغانستان کې مخکښ کورني کان کیندونکي شرکتونه

طالبانو ویلي دي چې کورني شرکتونه به د یو بهرني شرکت په همکارۍ سره، په افغانستان کې د کانونو استخراخ او د اوسپنې تولید ترسره کړي.
د فارس خبري اژانس د افغانستان د برخې د خبریال په وینا، طالبانو ویلي چې کورني پانګه وال د اوسپنې ډبرې د کانونو په تولید کې ۶۵۰ ملیون ډالر پانګونه کوي.د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر وايي چې یو شمیر کورنیو پانګه والو د بامیان ولایت د حاجي ګک د اوسپنې کان د یوې برخې د اکتشاف او استخراج لپاره د ۶۵۰ ملیون ډالرو پانګونې ته خپل چمتووالی اعلان کړی دی.د حاجي ګک د اوسپنې کان په افغانستان کې د اوسپنې تر ټولو لوی معدن دی چې د هیواد په مرکز کې په بامیان ولایت کښې پروت دی.له دې مخکښې په افغانستان کې د اوسپنې کان د استخراج لپاره د مختلفو شرکتونو یو کنسرسیوم، چې پکې د ایران او ترکي شرکتونه شامل دي، جوړ شوی و. طالبانو ویلي چې کورني شرکتونه به له یوه بهرني شرکت سره یوځای د حاجیګک کان کیندنه پیل کړي او په افغانستان کې به یوه فابریکه جوړه شي چې د نړیوالو معیارونو سره سم او د پرمختللې ټیکنالوژۍ په کارولو سره به مواد تولید کړي.#افغانستان#طالبان
10:29 - 23 اردیبهشت 1404

1 بازنشر
352 بازدید