په افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور د چک جمهوریت د پوځیانو محاکمه

د چک جمهوریت د ځانګړو ځواکونو څلور غړي به د افغانستان د جګړې پر مهال د یوه افغان عسکر د وژنې په وجه د جنګي جرمونو په تور محاکمه شي.
د فارس خبري اژانس د افغانستان د سایټ د خبریال په وینا، د چک جمهوریت د ځانګړو ځواکونو څلور غړي د هغه افغان سرتیري د مړینې په تور تورن شوي دي چې په افغانستان کې د ناټو د جګړې پرمهال له پوښتنو ګرویګنو لږ وروسته مړ شوی و.دا پېښه په ۲۰۱۸ کال کې شوې وه، چې په ترڅ کې یې د "خان" په نوم افغان سړي د هرات ولایت د شینډنډ په اډه کې د چک هیواد یو سرتیری، توماس پروخازکا، په ډزو وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.له نیول کېدو وروسته، خان د چک ځواکونو لخوا تر پوښتنو ګروېږنو لاندې راغی او څو ساعته وروسته مړ شو.د چک راډیو راپور ورکړ چې دغه سرتیري د زور زیاتي او کلنګ او له حکمونو د سر غړونې په ګډون له څو تورونو سره مخ دي. د برنو سیمه ییزه محکمه به دا حساسه قضیه اداره کړي.#افغانستان #طالبان #چک#جنایت_جنگی
12:35 - 3 اردیبهشت 1404

1 بازنشر
435 بازدید