د افغانستان د دفاع وزارت ویب پاڼه هیک شوې ده
د افغانستان د سرپرست حکومت د دفاع وزارت ویب پاڼه د هیکرانو د یوې ډلې لخوا هک شوه. دې ډلې د طالبانو د مخالفانو په ملاتړ شعارونه خپاره کړي دي.
د فارس خبري اژانس د افغانستان د خبریال په وینا، د هیکرانو یوې ډلې د افغانستان د سرپرست حکومت د دفاع وزارت ویب سایټ هیک کړی او د احمد مسعود په ملاتړ یې په کښې شعار خپور کړی دی.دغو هیکرانو ځانونه د "فارسي تاجک سایبري ځواک" په نوم معرفي کړي او خپل دا کار یې د کابل د اوسني حکومت پر وړاندې د اعتراض په توګه اعلان کړی دی.له دې اقدام وروسته، د افغانستان د سرپرست حکومت د دفاع وزارت ویب پاڼه د لاسرسۍ وړ نه ده او کاروونکي د تېروتنې له پیغام سره مخ کیږي.د افغانستان د سرپرست حکومت د دفاع وزارت تر اوسه د خپلې ویب پاڼې د هیک کېدو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.دا هیک کول څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې د نامعلومو هیکرانو یوې ډلې د "طالبان لیکس" ویب پاڼې کې د افغانستان د سرپرست حکومت د وزارتونو او څانګو د اسنادو زرګونه کاپيانې خپرې کړې.هېکرانو ادعا کړې چې دا اسناد یې د طالبانو د معلوماتو د مرکز په هیک کولو سره ترلاسه کړي دي.له بلې خوا د افغانستان د سرپرست حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د خپل ډیټابیس هیک کیدل رد کړي، خو د خپرو شویو اسنادو اعتبار یې تایید کړی او ویلي یې دي چې دا اسناد زاړه، عمومي او د هرچا لپاره د لاسرسي وړ وو.#هک #طالبان #افغانستان #مخابرات #سایبری 06:46 - 24 بهمن 1403