آیا په افغانستان کښې د مخدره توکو کښت دوام لري؟

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي مفتش وویل چې په افغانستان کې د مخدره توکو تولید د پام وړ کم شوی، خو کښت یې لاهم دوام لري.
د فارس خبري اژانس د افغانستان د برخې د خبریال په وینا، په افغانستان کې د نشه ایزو توکو د کښت له بندیز دوه کاله وروسته، یوه امریکایی اداره وايي چې په دغه هیواد کې د مخدره توکو کښت همهغه شان دوام لري.د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي مفتشې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د مخدره توکو تولید د پام وړ کم شوی، خو کښت یې لاهم دوام لري.سیګار وايي چې د بندیز سره سره، د مخدره توکو سوداګري په تیرو کلونو کښې د دې موادو د لویو زیرمو له امله دوام لري.په افغانستان کې د واک تر ترلاسه کولو وروسته، طالبانو په هیواد کې د مخدره توکو تولید او قاچاق منع کړی دی.ملګري ملتونه هم وايي چې په افغانستان کښې د نشه ایزو توکو کر او تولید سخت کم شوی دی. #افغانستان #طالبان #مواد_مخدر
13:57 - 14 بهمن 1403

1 بازنشر
413 بازدید




1 پاسخ