د افغانستان په جنوب ختیځ د پاکستان په حمله کې ملکي کسان وژل شوي
د پاکستان جنګي الوتکو د افغانستان په جنوبی ختیځ سخته بمباري کړې چې ملکي کسان پکې وژل شوي.
د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې د پاکستان د پوځ د افغانستان په جنوب ختیځ کې د پکتیکا ولایت په سرحدي سیمو باندې په هوائي حملې کې یو شمیر عامو خلکو ته چې ماشومان او ښځې هم پکې ترسترګو کیږي، مرګ ژوبلې اړولي دي. ځاي سرچینو وئيلي دي، د پاکستان دپوځ جنګي الوتکو پرون ماښام د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې ځیني سرحدي سیمو باندې بمباري کړې ده.په راپور کې وئيل شو يدي ، دغه حملې دعامو خلکو په کورونو شوي دي او په نتیجې کې ئې د ښځو او ماشومانو په شمول یو شمیر عام خلک وژل شوي او یو شمیر نورهم ټپیان شوي دي.په ټولنیزو چینلونو کې خپره شوي انځورونه ښئ چې دغه حملو په دغو سیمو کې د عامو خلکو دامنیت په باب ډيرې اندیښنې راولاړې کړي دي.د افغانستان امنیتی سرچینو تائيد کړې ده چې د مارغه او لمن سیمې هم ددغو بمباریو په اغیزو کې راغلي دي.په داسې حال کې چې د پاکستان ځینو رسنیو ادعا کړې ده ، چې ددغو حملو موخه د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وګړي دي، خو د دغو حملو ټول قربانیان عام خلک دي چې په دغو سیمو کې ئې ژوند کاوۀ. دغه حملې نړیوالې اندیښنې هم راولاړې کړي او نړیوالي ټولنه یې په دغه سیمو کې د ملکي کسانو د حفاظت په فکر کې کړې ده. #حملات_هوایی#افغانستان#پکتیکا 11:51 - 5 دی 1403