د اقتصادي سیاسي ملګرتیاوو د پراختیا لپاره د هند او افغانستان خبرې اترې

د طالبانو د سرپرست دولت له خارجه وزیر سره د افغانستان په چارو کې د هند د ځانګړي استازي په کتنه کې دواړو لورو د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پياوړتیا په اهمیت ټینګار وکړ
د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له د افغانستان په چارو کې دهند ځانګړي استازي جي پي سینګ د سرپرست دولت له خارجه وزیر امیر خان متقي سره کتنه وکړه. دغه کتنه د چابهار بندر د پراختیا لپاره د مذاکراتو په درشل کې شوې چې په سیمه کې تجارت په یو مهم مرکز بدلیدلی شی. سینګ په دې کتنه کې له افغانستان سره د اړیکو په اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل چې هند له کابل سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا غواړي. سینګ وویل چې په نزدې راتلونکي کې به د چابهار بندر د پراختیا په اړه د هند ، افغانستان او سیمې د هیوادونو د فني پلاویو مذاکرات ترسره شي. دغه بندر په سیمه کې د تجارت او ټرانسپورټ د اسانتیا لپاره یو اساسي ځای ګڼل کیږي او د هند او افغانستان تر مینځ د یو پل په توګه کار کولی شي. امیر خان متقي هم په دغه کتنه کې د کابل او نویي ډیلي د اړیکو د ښه کېدو اهمیت ته اشاره وکړه او وې ویل چې دغه اړیکي پّ مختلفو ډګرونو منجمله تجارت او پانګه ونه کې د دواړو هیوادونو په ګټه تمامېدلی شي. ده همداراز افغان اتباعو په تېره بیا تاجرانو ته د ویزو په ورکولو کې د اسانتیا غوښتنه وکړه او دا خبره یې د دواړو هیوادونو تر مینځ د تجارتي او اقتصادي اړیکو د اسانتیا لپاره یوه ضرورت وباله. #افغانستان #هند #طالبان #چابهار #اقتصاد
13:52 - 17 آبان 1403

1 بازنشر
583 بازدید




1 پاسخ