له افغانستان سره د نړۍ ۶،۷ میلیارده ډالره مرسته

اوچا وايي چې د نړیوالو په مالي مرستو سره په افغانستان کې بې وزلي کمه شوې او د خوراکي توکو د خوندیتوب وضعیت ښه شوی دی.
د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د خبریال د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې افغانستان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې تر اوسه ۶.۷ میلیارده ډالره بشري مرستې ترلاسه کړي دي.د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستان سره شاوخوا ۳،۳ میلیارده ډالره مرسته شوې ده.دا بشري اړتیاوې په 2023 کې په بې ساري ډول زیاتې شوې او د اړمنو خلکو شمیر 29.2 ملیون ته رسیدلی دی.د اوچا په وينا، په افغانستان کې د بې ځايه کېدو کچه کمه شوې او د خوراکي توکو نه خونديتوب ښه شوى دى.همدارنګه، د اوچا په وینا، د ښځو او نجونو په وړاندې د بندیزونو زیاتوالی، لکه څنګه چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په وروستي قانون کښې څرګند دی،، د بشري اړتیاو کچه پیاوړې کوي.اوچا په خپل راپور کې د بشردوستانه مرستو د اغېزو په اړه خبرې کړې او زیاته کړې یې ده، چې په دې درېیو کلونو کې د مرستندویانو په مرسته نه یوازې په افغانستان کې د قحطۍ مخه نیول شوې ده، بلکې په بیړنیو او کړکېچنو حالاتو کې خوراکي توکو ته د اړمنو کسانو شمېر هم پوره کم شوی دی. #افغانستان 3طالبان
14:57 - 15 آبان 1403

246 بازدید




1 پاسخ