عثمان جدون: امنیتي ګواښونه له افغانستانه سیمې ته غځېدلې دي

په ملګرو ملتو کې د پاکستان د استازي مرستیال په یوې غونډې کې وویل: د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د پاکستان د تحریک طالبانو په یوې اډې او د القاعدې په شان افراطي ډلو سره د ملګرتیا په مرکز بدل شوی دی
د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې د پاکستان د استازي مرستیال عثمان جدون د ملګرو ملتو په وروستۍ غونډه کې په افغانستان کې د وروستیو امنیتي حالاتو په اړه خبرې وکړې او ادعا یې وکړه چې په دغه هیواد د طالبانو کنټرول د افراطي ډلو د پیاوړتیا سبب شوی دی.هغه جوته کړه چې دغه ډلې په تیره بیا ټي ټي پي د افغانستان له خاورې د پاکستان په خلاف د عملیاتو د پلانولو او اجرا لپاره استفاده کوي. دغه پاکستاني مقام د طالبانو او د القاعدې په شان افراطي ډلو تر مینځ احتمالي ملګرتیاوو ته اشاره وکړه او دا چاره یې د سیمې او ثبات لپاره یو خطر وباله. په داسې حال کې چې پاکستان همیشه د افغانستان طالبانو د ټي ټۍ پي په ملاتړ تورنوي خو طالبانو دغه ادعاګانې غلطې ګڼلي او ټینګار یې کړی چې له دغه ډلې سره هیڅ اړیکي نه لري. دا خبرې په داسې شرایطو کې کیږي چې په سیمه کې کړکیچ زیات دی او په افغانستان کې د افراطي ډلو د فعالیت او په ګاونډیو هیوادونو یې د اثراتو په اړه اندیښنې موجودې دي. #افغانستان #پاکستان #طالبان
17:43 - 4 نوامبر 2024

1 بازنشر
526 بازدید




1 پاسخ