له پاکستانه د افغان کډوالو په ایستلو کښې شدت راغلی دی

پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې په تیر یو کال کښې د تورخم سرحد له لارې له څلورو لاکو زیات افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د فارس خبري آژانس د افغانستان د برخې د خبریال د رپورټ له مخې، پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کښې، په دغه هیواد کښې د استوګنو افغانستاني کډوالو د ایستلو په بهیر کښې د ګړندیتوب خبر ورکړی دی. د پاکستان د ډان ورخپاڼې د رپورټ له مخې، په تیر یو کال کښې څه باندې څلور لاکه افغان کډوال یوازې د تورخم سرحد له لارې خپل هیواد ته ستانه کړې شوي دي. دغه بهیر د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه پیل شوی او پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې د بې مدرکه کډوالو ایستل کیدو زور اخیستې دی. دا په داسې حال کښې دي چې له نړیوالو غبرګونونو سره سره له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو ایستل دوام لري. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، د روان کال د جولایۍ تر میاشتې پورې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له پیل راهیسې له ۶۸۰ زره ډېر کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.پاکستاني چارواکو دا هم ویلي چې په دې موده کې د افغان کډوالو د داوطلبانه او په خپله خوښه ستنېدو بهیر هم ډېر شوی دی.
11:03 - 14 آبان 1403

1 بازنشر
3543 بازدید




1 پاسخ