د افغانستان له خلکو د ملګرو ملتو لوړ مهاله ملاتړ

ملګرو ملتو د افغانستان له خلکو په تېره بیا د ابادۍ په برخه کې په اوږدمهاله او پایداره ملاتړ ټینګار وکړ
د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتو دفتر یا یوناما د افغانستان له ښاریزو په ملاتړ ټینګار وکړ.د یوناما مرستیال اندریکا راتواته په خوست او پکتیا ولایتونو کې د ملګرو ملتو د پروژو د لیدلو په وخت وویل چې مختلفو ننګونو منجمله له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو ستنېدو او منفي موسمي اثراتو په افغانستان کې فقر زیات کړی او دغه هیواد یې لا کمزوری کړی دی.راتواته زیاته کړه: د افغانستان ښاریزو لپاره باید نه یوازې په بشري برخه بلکې په پایدارې حل لارې هم کار وشي.د راتواته په وینا، په لرو سیمو کې پایداره حل لاره، ټولنې پیاوړې کوي چې خپلې اړتیاوې څرګندې کړي.دا په داسې حال کې دي چې ملګرو ملتو ویلي چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره دغه سازمان بودجه تصویب کړې چې تر اوسه د مختلفو هیوادونو له خوا نه ده ورکړل شوې او دغه مرسته رسول یې له ستونزو سره مخ کړې دي. #افغانستان #سازمان_ملل
14:44 - 1 مهر 1403

242 بازدید




1 پاسخ