د ملګرو ملتونو ځینو غړو د افغان ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې
د ملګرو ملتونو ځینو غړو په افغانستان کې د ښځو له حقونو د سرغړونې په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د فارس خبري سایټ د افغانستان د برخې د خبريال د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د يو شمېر غړو هېوادونو استازو په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه د ښکاره سرغړونې په اړه خبردارى ورکړى او دې مسئلې ته يې د زياتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.دغو استازو د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د ښځو د حقونو په برخه کې جدي اقدامات وکړي.په همدې حال کې طالبان په ښځو پورې اړونده موضوعات او مسایل د افغانستان داخلي مسایل ګڼي.په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي نمایندګۍ مشرې هم د ښځو له حقونو پر سرغړونو نیوکه کړې ده.په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت مشر نصیر احمد فایق وویل: ملګري ملتونه باید د ښځو د حقونو په برخه کې د حساب ورکونې او څارنې لپاره دقیق میکانیزم رامنځته کړي.هغه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د اسنادو د ثبت غوښتنه وکړه او ويې ويل: د ښځو له شتون پرته د افغانستان د راتلونکي تصور نه شي کېداى.د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم وویل: موږ باید د حساب ورکونې له ټولو وسایلو کار واخلو چې اغېزمنې تمامې شي.هغه زیاته کړه: موږ باید د افغانستان خلکو ته واضح پیغام ولرو.د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت په اوسنۍ زمانه کې د ښځو یو له مهمو ستونزو څخه دی.#افغانستان #زنان #سازمان_ملل #رینا_امیری #طالبان 15:26 - 29 شهریور 1403