په افغانستان کې شل نوي تاریخي ځایونه وموندل شو
طالبانو وویل چې په پروان ولایت کې یې شل نوي تاریخي ځایونه کشف او ثبت کړې دي
د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له خې د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په تېر یو کال کې د شلو تاریخي ځایونو د موندلو او کشفولو خبر ورکړ. دغه وزارت وویل چې کورنیو او بهرنیو سیلانیانو سږ کال په لا ډېر هرکلی سره د دغه ولایت له تاریخي ځایونو کتنه وکړه. د طالبانو د ځایي مقاماتو په وینا، له دې مخکې په پروان ولایت کې ۶۹ تاریخي ځایونه تثبیت شوې وو چې دا شمېر اوس ۸۹ ځایونو ته رسېدلی دی.د پروان د فرهنګ او سیاحت د ادارې مشر عتیق الله صافي وویل: « دم ګړۍ په دې ولایت کې ۸۹ تاریخي ځایونه ثبت شوي چې شل یې د طالبانو له واکمنېدو وروسته کشف شوې دي. د چاریکار ښار په خوا کې استوپه توپ دره، او د جبل السراج شاهي ارګ، په پروان ولایت کې له مشهورو تاریخي ځایونو څخه دي چې ډېر سیلانیان دغه ولایت ته جذبوي. #افغانستان #میراث_فرهنگی 17:49 - 3 شهریور 1403