افغانان په اماراتو کې د الکترونیک پيژندپاڼې ترلاسه کوي
طالبانو اعلان کړی چې په متحده عرب اماراتو کې یې د اسانو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز جوړ کړی دی.
د فارس خبري اژانس د افغانستان د سایټ د خبریال د راپور له مخې، د طالبانو د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د الکترونیک تذکرو د وېش مرکز د جوړولو اعلان وکړ.د احصایې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه مرکز کې به د برېښنايي تذکرو، د زیږون د کارتونو او د مړینې د کارتونو وېش او اړونده خدمتونه وړاندې کیږي.د احصایې او اطلاعاتو ادارې رئیس فقیر محمد زیار وویل، دغه اداره ژمنه ده، چې په نورو بهرنیو هېوادونو کې مېشتو افغان کډوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه قونسلګري خدمات وړاندې کړي.#افغانستان #شناسنامه 14:23 - 17 تیر 1403