په فراه کې د يوې کورنۍ شخړې له امله درې تنه وژل شوي

د فراه سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې د یوې کورنۍ شخړې له امله درې تنه وژل شوي دي.
د فارس خبري آژانس د افغانستان د برخې د خبریال د رپورټ له مخې، د پرچمن ښاروال محمد ياسين ابودجانه د دغې نښتې په اړه وويل: د "بشنک" په کلي کې د کورنۍ شخړې له امله درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.ده زياته کړه: په دې جګړه کې يو سړى، يوه ښځه او يو اته مياشتنى ماشوم وژل شوي دي.عيني شاهدان وايي، هغه کسان چې د خلکو په وژلو او ټپي کولو کې يې لاس درلود، له سيمې پښې ایستې دي او نږدې ښارونو ته تښتیدلي دي.دفراه ولايت دپوليسو مسوولين وايي چې ددغې پيښې دعاملينو دنيولو لپاره پلټنې پيل شوي او دنيولو لپاره یې هلې ځلې دوام لري.کورنۍ شخړۍ په افغانستان کې یوه لویه ټولنیزه ستونزه ده چې وخت په وخت په کښې خلک وژل کیږي. #افغانستان #فراه #نښته #جګړه #جنګ
14:07 - 31 خرداد 1403

1 بازنشر
485 بازدید




1 پاسخ