په افغانستان کې د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی
د طالبانو د کرنې وزارت اعلان وکړ: د دغه وزارت د اټکل له مخې به سږ کال د افغانستان د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۳ فیصده زیات شی.
د فارس خبري آژانس د افغانستان د سایت خبریال د راپور له مخې؛ د طالبانو د کرنې وزارت ویلي چې د دوی ارزونې ښيي چې سږ کال په افغانستان کې پر ۲.۱۴ میلیون هکتاره ځمکه غنم کرل شوي دي.د طالبانو د کرنې وزارت وړاندوینه کړې، چې له دې ځمکې څخه به ۴،۹ میلیون ټنه غنم راټول شي، چې د تېر کال په پرتله به ۱۳ سلنه زیاتوالی ومومي.دغه وزارت وايي، سږ کال د کرنې لپاره د ځانګړې شوې ځمکې اندازه هم څه باندې شپږ سلنه لوړه شوې ده.د طالبانو د کرنې وزارت د راپور له مخې، سږ کال ۶،۹ میلیون ټنه غنمو ته اړتیا ده او د حاصلاتو د شمېرو له مخې، د دوه میلیون ټنه غنمو کمښت دی.دغه وزارت د غنمو د حاصلاتو د ډېرېدو لامل بارانونه ګڼي او وايي: سېلابونو د غنمو د کروندو يوه برخه هم ويجاړه کړې ده.باید وویل شي چې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د غبرګولي میاشت د غنمو د لوونو موسم دی. #کرهڼه #کشتگندم#افزایشبرداشت#افغانستان
06:20 - 25 خرداد 1403