د مونیخ په امنیتی کانفرنس کې د ځینو هیوادونو اندیښنو ته د طالبانو غبرګون

ذبیح الله مجاهد د مونیخ په امنیتی کنفرانس کې مطرح شوې اندیښنې .
مجاهد په خپله ایکس پاڼه کې ولیکل چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او هیڅ بهرنۍ ډله په دغه هیواد کې نیشته او د فعالیت اجازه نه لري او په تېرو دوه نیمو کلونو کې هیڅ هیواد د افغانستان له خاورې نه دی ګواښل شوی.هغه زیاته کړه: د نشه ایزو موادو په ضد هم پیاوړي ګامونه پورته شوي او کښت یې صفر ته رسیدلی او پر ضد یې مبارزه روانه ده. مجاهد جواده کړه د افغان ښاریزو منجمله ښځو حقوق محفوظ دي او خلک له ځاني، مالي او روحي امنیت برخمن دي. د طالبانو ویندویي ویلي چې د افغانستان محکمې بې له تفریقه د خلکو د حقوقو احقاق کوي او هیواد د اقتصادي هوساینې په لور روان دی د افغانۍ ارزښت ساتل شوی، لویې پروژې پېل او په تعلیمي، درملیز او ابادونې برخې کې « فوق العاده» کارونه شوې دي.ده وویل له دغه ټولو پرمختګونو سره سره له افغانستانه د غلط انځور وړاندې کول، له افغانستانه د ویېرې او اندیښنې خپرول د هیوادونو د اطلاعاتود کموالي نښه ده یا هم ځینې غرضي کړۍ غلط معلومات وړاندې کوي. د مونیخ په امنیتی کانفرانس کې د دولسو هیوادونو خارجه وزیرانو اندیښنه ښودلې وه چې په افغانستان کې د ښځو او جینکو حقوق تر پښو لاندې کیږي. #افغانستان #طالبان #مونیخ
08:59 - 30 بهمن 1402

456 بازدید




1 پاسخ