د مرګونې لوبې له امله درې افغان ماشومان ووژل شول

۸صبح ورځپاڼې راپور ورکړی چې درې افغان ماشومان د جګړې له پاتې شویو ناچاودو چاودېدونکو توکو سره د لوبو کولو پر مهال وژل شوې دي.
د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې، په ننګرهار کې ځايي سرچینو خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې درې ماشومان د هاوان د یوې ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله وژل شوي دي.ملګرو ملتونو تر دې وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د جګړې له دورې څخه د پاتې شویو ناچاودو چاودېدونکو توکو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.د ۸صبح ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه د دغه ولایت په خوګیاڼي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده او هغه مهال چاودنه وشوه چې ماشومان له دغو چاودېدونکو توکو سره په لوبو بوخت وو.#افغانستان#طالبان
10:54 - 8 مهر 1405

1 بازنشر
4262 بازدید