د پاکستان د پولیسو د قوماندانۍ په جومات کې چاودنه؛ ۱۷ کسان وژل شوي دي
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د خیبر پښتونخوا صوبې په کوهاټ ښار کې د پولیسو د قوماندانۍ په جومات کې د چاودنې له امله ۱۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
فارس خبري اژانس د الجزیره شبکې په حواله خبر ورکړی چې دغه چاودنه د خیبر پښتونخوا صوبې په کوهاټ ښار کې د پولیسو د قوماندانۍ په جومات کې شوې ده.د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.د خیبر پښتونخوا د پولیسو قوماندان هم ویلي چې په وژل شویو کسانو کې ۶ پولیس شامل دي او د ټپیانو شمېر شاوخوا ۴۰ کسانو ته رسېدلی دی.پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې چاودنې د علت او عامل په اړه نور جزیات نه دي ورکړي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.#پاکستان#انفجار#تروریسم 10:26 - 28 شهریور 1405