د طالبانو وزیر: ځینې ګاونډیان د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی
د افغانستان د کلیو د پراختیا وزیر اعلان وکړ چې ځینې هېوادونه د دې هېواد پرمختګ نه شي زغملی.
د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور، په پنجشېر کې یوې غونډې ته وویل: ځینې ګاونډي هېوادونه د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی او د ښه ګاونډیتوب اصول نه مراعاتوي.هغه ټینګار وکړ چې طالبان باید ګاونډیو هېوادونو ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي، او ویې ویل چې افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی، خو په کورنیو چارو کې لاسوهنه د منلو وړ نه ده.دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې لا هم له اختلافاتو او کړکېچونو سره مخ دي.#افغانستان#طالبان 13:50 - 16 شهریور 1405