اروپا د افغان کډوالو د ایستلو په لټه کې ده
ټاکل شوې چې د اروپا پارلمان د افغان کډوالو د ایستلو د موضوع د څېړلو لپاره غونډه جوړه کړي.
د فارس خبري اژانس د افغانستان څانګې د راپور له مخې، د اروپا پارلمان د بشري حقونو فرعي کمېټه به د پنجشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو د موضوع د څېړلو لپاره غونډه جوړه کړي.تېره اوونۍ جرمني ۳۰ افغان وګړي د یوې چارټر الوتنې له لارې د لایپزیګ له هوايي ډګر څخه کابل ته وایستل.دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې اوس مهال د طالبانو درې کسیزه پلاوی په جرمني کې دی او ویل شوي چې د دغه پلاوي د سفر موخه د افغان اتباعو د ایستلو بهیر د چټکتیا لپاره له جرمني حکومت سره همکاري ده.په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي چې دغه درې کسیز پلاوی د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا ټاکل شوی او جرمني ته استول شوی دی.#افغانستان#طالبان 12:28 - 9 شهریور 1405