د سرحدونو تړل کېدو پاکستان ته یو میلیارد ډالر زیان رسولی

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې راپور ورکړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مهمو سرحدي لارو تړل کېدو سوداګري ټکنۍ کړې ده.
د فارس خبري آژانس د افغانستان څانګې د راپور له مخې، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي چې په تېرو اتو میاشتو کې د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله پاکستاني سوداګرو ته نږدې یو میلیارد ډالر زیان اوښتی دی.د پاکستاني سوداګرو دغه زیان د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له امله رامنځته شوی دی. د تېرو اتو میاشتو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي ترینګلتیا له امله سرحدونه تړل شوي دي.د سوداګرۍ خونې په وینا، ترانزیټي محدودیتونو نه یوازې د دواړو هېوادونو دوه اړخیزه سوداګري راکمه کړې، بلکې د افغانستان له لارې د پاکستان صادراتو ته یي هم زیان رسولی چې د مرکزي اسیا هېوادونو ته ترسره کېږي.د دې ادارې په وینا، د پاکستان ځینې تولیدي فابریکې او کرنیز سکتور هم له رکود او د عوایدو له کمښت سره مخ شوي دي.#افغانستان
13:49 - 30 خرداد 1405

1 بازنشر
63 بازدید