چین د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو د لغوه کولو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین استازي د ښځو د زدهکړې او کار پر محدودیتونو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
د فارس خبري آژانس د راپور له مخې، په داسې حال کې چې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو پنځه کاله پوره کېږي، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د چین استازي د میلیونونو افغان ښځو پر وړاندې د دې محدودیت د لغوه کولو غوښتنه وکړه.طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لومړی د نجونو منځني ښوونځي او وروسته پوهنتونونه وتړل، او لږ وخت وروسته یې اعلان وکړ چې ښځې باید کار ته هم ولاړې نه شي.د چین استازي د نجونو له زدهکړې محرومول «ژور اندېښمنوونکی» وباله او د افغانانو د اساسي حقونو د ساتنې غوښتنه یې وکړه.خو هغه دا نه دي ویلي چې آیا چین به پر طالبانو نور فشار هم راوړي که نه.#افغانستان 14:47 - 19 خرداد 1405