له کاسپین بندر څخه افغانستان ته د ریل له لارې د تیلو لیږد پیل کیږي
له روسیې څخه د وارداتي تیلو لومړی ۵۰۰۰ ټنه بار د بندر د ریل شبکې له لارې افغانستان ته لیږدول شوی.
د فارس خبري اژانس د افغانستان د خبریال په وینا، د کاسپین بندر له کمپلیکس څخه د مایعاتو د ریلي لیږد عملیاتو له پیل سره، له روسیې څخه د وارداتي تیلو لومړۍ ۵۰۰۰ ټنه بار د بندر د ریل شبکې له لارې افغانستان ته لیږدول شوی دی. د انزلي آزاد زون سازمان اجرایوي رییس "مصطفی طاعتي مقدم" د دې عملیاتو د جزئیاتو په تشریح کښې وویل: د ۵۰۰۰ ټنه تیلو لومړۍ بار، چې د کسپین سمندر له لارې له روسیې څخه د ایران کسپین بندر ته رسیدلی، د مال ګاډي په کارولو سره به افغانستان ته واستول شي.هغه زیاته کړه چې دا اقدام، د ټرانزیټ د پراختیا او د نړیوالو دهلیزونو د پیاوړتیا په چوکاټ کې کولی شي د مرکزي آسیا او یوریشیا هیوادونو سره د سوداګرۍ اسانتیا سربیره د لوژستیکي لګښتونو ړ کمولو لامل شي.د هغه په وینا، دا ظرفیت به د نورو توکو، په شمول د پیټرو کیمیکل محصولاتو او غلو لپاره د سمندري او ریلي ګډ ترانسپورت پراختیا ته لاره هواره کړي، او د ګاونډیو هیوادونو د ریل شبکې سره وصل کیدو سره به پراخو بازارونو ته لاسرسی پیاوړی کړي.#افغانستان 05:06 - 10 خرداد 1405