د پاکستان په سنا کې د امنیت پر سر تاوتریخوالی
د پاکستان سنا مجلس په خیبر پښتونخوا کې د امنیت د ټینګښت پر سر د لفظي شخړې شاهد و.
د فارس خبري اژانس د افغانستان د خبریال د راپور له مخې، د پاکستان د سنا غونډه په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ د زیاتوالي پر سر په لفظي شخړه بدله شوه.د جمعیت علمای اسلام ګوند سناتور عطاءالرحمن د حکومت پر بېپروايۍ سختې نیوکې وکړې او ادعا یې وکړه چې د خلکو ژوند د بروکراسۍ او د لایحو د تصویب قرباني شوی دی.د واکمن ائتلاف استازي رانا ثناءالله بیا ادعا وکړه چې په افغانستان کې اته زره ترهګر د هند او صهیونیستي رژیم په مالي ملاتړ پاکستان ته د بریدونو لپاره روزل کېږي.وړمه ورځ د پاکستان د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ پر یوه پولیس پوسته په برید کې لږ تر لږه ۱۵ پولیس وژل شوي او څلور نور، چې یو ملکي وګړی هم پکې شامل دی، ټپیان شوي دي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې دا برید په افغانستان کې مېشتو ترهګرو طرحه کړی و.#افغانستان 12:17 - 24 اردیبهشت 1405