طالبانو د افغانستان له خاورې د بنو د برید د پلان په اړه د پاکستان ادعا رد کړه
د طالبانو یو ویاند ویلي دي چې د پاکستان دا ادعا دروغ ده چې ګني د وروستیو ځانمرګو عملیاتو پلان د افغانستان په خاوره کښې جوړ شوی دی.
د فارس خبري آژانس د افغانستان د خبریال په وینا، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون د افغانستان په خاوره کښې د وروستۍ حملې د طراحۍ په هکله د پاکستاني چارواکو ادعا رد کړه. وړمه ورځ د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې په بنو سیمه کښې د پولیسو په یوې اډې باندې په حمله کښې لږترلږه ۱۵ پولیس ځواکونه مړه او د یو ملکي وګړي په شمول څلور تنه نور زخمي شوي وو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مدعي شو چې دغه پيښه په افغانستان کښې دیره ترهګرو پلان کړې ده. مجاهد ویلي چې ښه به دا وي چې په یو بل د طرفینو د تورونو پورې کولو پرځاې دې، د دواړو هیوادونو ترمینځ ستونزې د خبرواترو او مذاکرې له لارې هوارې شي.د طالبانو ویاند یوځل بیا ټینګار کړی چې د هیڅ هیواد خلاف د افغانستان د خاورې د کارولو اجازه به ور نه کړی شي.
04:27 - 23 اردیبهشت 1405