طالبانو خپله بهرنۍ تګلاره اعلان کړه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د دې ډلې بهرنۍ تګلاره د متقابل درناوي او له نړۍ سره د اقتصادي تعامل پر بنسټ ولاړه ده.
د فارس خبري اژانس د افغانستان د خبریال د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره وکتل او خبرې یې وکړې.په دې لیدنه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، سیمه‌ییز امنیت او د ارومچي د خبرو بهیر وڅېړل شو.د چین ځانګړي استازي د ارومچي د خبرو په دوام او اغېزمنتیا ټینګار وکړ او دا یې د سیمې د ثبات لپاره مهم چوکاټ وباله.امیرخان متقي وویل چې د سیمې ثبات، توازن، اقتصادي همکاري او د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې د افغانستان د بهرني سیاست اساسي محورونه دي.هغه زیاته کړه چې د خبرو د بهیر بریا د عملي اقداماتو، د باور د پیاوړتیا او د تاوتریخوالي په کمښت پورې تړلې ده، او اسلامي امارت په دې برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي.#افغانستان
12:27 - 22 اردیبهشت 1405