پاکستان ۲۰۰ بندي افغان کډوال آزاد کړل
طالبانو وویل چې پاکستان په تیره یوه اونۍ کښې ۲۰۰ افغان کډوال له جیلونو خوشې کړي دي.
د فارس خبري آژانس د افغانستان د برخې د خبریال د رپورټ له مخې، د طالبانو د کډوالو د چارو وزارت وایي چې په روانه اونۍ کښې دوه سوه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو آزاد شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي. د دغه وزارت په وینا، یاد کسان چې له یوې ورځې نه تر دوو میاشتو پورې زنداني وو، له خلاصي او انساني مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو ولایتونو ته لیږل شوي دي. #افغانستان 14:30 - 14 اسفند 1404