د ۶۰۰ څخه ډېرې کډوالې کورنۍ پرون افغانستان ته راستانه شوې
د افغانستان رسنیو راپور ورکړی چې ۶۳۷ کډوالې کورنۍ پرون هېواد ته ستنې شوې دي
د فارس خبري اژانس د افغانستان د خبریال په وینا؛ باختر خبري آژانس د چارشنبې په ورځ، د لیندۍ۱۹ نېټه ، راپور ورکړیچې ۶۵ کورنۍ د نیمروز د پل ابریشم له لارې، ۳۵ کورنۍ د هرات د اسلامقلعه له لارې، ۲۸۹ کورنۍ د قندهار د سپینبولدک له لارې، ۲۱۰ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې او ۳۸ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.دوې ورځې وړاندې هم نږدې ۴۰۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستانه شوې وې.په همدې حال کې، د خراسان رضوي والي ویلي چې روان کال کې يو ميليون او ۸۰۰ زره افغان کډوال د اسلامقلعه بندر له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.#افغانستان#کډوال#طالبان 13:36 - 19 آذر 1404