تاجیکستان د افغانستان په پوله د روسیې د ګډو ګزمو غوښتنه کړې
تاجیکستان د سرحدي پېښو تر زیاتېدو وروسته له روسیې غوښتي چې په ګډه د افغانستان په پوله ګزمې وکړي
د فارس خبري آژانس د افغانستان د خبریال د راپور له مخې، تاجیکستان د افغانستان له سرحده د بېثباتۍ له زیاتوالي اندېښنه ښودلې او له مسکو یې د ګډو سرحدي ګزمو غوښتنه کړې ده.دا غوښتنه هغه مهال شوې ده چې په وروستیو دوو بریدونو کې پنځه چینایان د افغانستان له لوري د شوې حملې په پایله کې وژل شوي دي.رسمي سرچینې وایي چې دوشنبه او مسکو د افغانستان په ۸۵۰ کیلومتره پوله د ګډو ګزمو په اړه خبرې کوي.روسیه په تاجیکستان کې پوځي اډې لري او د دواړو هېوادونو امنیتي همکاري د ګډ امنیتي تړون له لارې دوام لري.کړکیچونه د نومبر له ۲۶ نېټې وروسته زیات شول، کله چې د بدخشان له خاورې د چین د سرو زرو د کان پر کمپ په "ختلان" سیمه کې د ډرون برید وشو چې درې کسان ووژل او یو یې ټپي کړ.#افغانستان 11:54 - 12 آذر 1404