هند د افغان زده کونکو لپاره بورسیه ورکوي
هند د افغان زده کونکو لپاره په خپلو پوهنتونونو کې د نوي بورسیې د تخصیص اعلان کړی دی
د فارس خبري اژانس د افغانستان د سایټ د خبریال په وینا، د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دا هیواد پلان لري یو زر افغان زده کوونکي په خپلو پوهنتونونو کې ومني.هند وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، د یوې مودې لپاره خپله سفارتخانه وتړله، خو په کابل کې د سیاسي ثبات له رامنځته کېدو وروسته یې خپل استازیتوب یې بیا پرانیست او ویلي یې دي چې د طالبانو سره د اړیکو د پراخولو په لټه کې دي.د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا بورسیه د لیسانس او ماسټرۍ په کچه په پام کې نیول شوې ده.دا بورسیه د آنلاین تدریس په بڼه په پام کې نیول شوې او د نوم لیکنې پروسه یې له پرون ورځې پیل او د پنځو ورځو لپاره به دوام وکړي.#افغانستان#هند 16:14 - 11 شهریور 1404