د افغانستان په اړه پټ سند د جو بایډن په جیب کې دی
فاکس نیوز راپور ورکړ چې د امریکا پخواني ولسمشر په افغانستان کې د امریکا د پوځ او بهرنۍ پالیسۍ په اړه یو محرم سند په پټه له ځان سره ساتلی و.
د فاکس نیوز د راپور په بنیاد د فارس خبري اژانس د افغانستان ویب پاڼې د خبریال په وینا، د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن څرګنده کړې چې د تاریخ د ثبتولو لپاره یې د افغانستان په هکله یو محرمانه سند له ځان سره ساتلی دی. فاکس نیوز خبر ورکړی چې دغه سند د هغه په کتابونو کښې پیدا شوی دی. د امریکا پخواني ولسمشر ومنله چې دا سند یې د اوباما د حکومت پر مهال د مرستیال ولسمشرۍ له پریښودو وروسته له ځان سره درلود.په راپور کې د بایډن له قوله ویل شوي چې ویل یې: "زه فکر کوم چې غوښتل مې دا په تاریخ کښې د ثبتولو لپاره وساتم. زما مطلب دا دی چې دا د افغانستان په اړه زما نظر و."د راپور له مخې، په دې سند کې په افغانستان کې د امریکا د پوځ او بهرنۍ پالیسۍ په اړه محرم او پټ معلومات شامل وو.
13:10 - 27 اردیبهشت 1404