د ایران ساحلي فټبال ټیم د افغانستان ټیم ته په ۱۴ ګولونو ماته ورکړه

د ایران ملي ساحلي فوټبال ټیم نن د ۲۰۲۵ آسیایي سیالیو په دویمه لوبه کې د افغانستان پر وړاندې ودرېد او د ګولونو جشن یې جوړ کړ
د فارس خبري اژانس د سپورټ برخې خبریال د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ آسیا ساحلي فوټبال سیالۍ د تایلنډ په پاتایا ښار کې ترسره کېږي او د ایران ملي ساحلي فوټبال ټیم په دې سیالیو کې ګډون لري.د ایران ساحلي لوبغاړي نن په خپله دویمه لوبه کې د افغانستان ملي ټیم سره مخامخ شول او وتوانېدل چې دا ټیم ۱۴ پر صفر مات کړي.دایران ملي ټیم په لومړۍ لوبه کې اندونیزیا ۱۲ پر ۲ مات کړې وه.د علي نادري شاګردان به د سه‌شنبې په ورځ د اماراتو د ملي ټیم پر وړاندې ودرېږي.#ساحلي_فوټبال#ملي_ټیم#آسیایي_سیالۍ
00:07 - 4 فروردین 1404

1 بازنشر
440 بازدید